Friday, October 30, 2015

غزل


هارون رشید شیرزاد

هغه پورې هدیره کې اور بلیږي
ښه ده، ښه ده چې په شپه کې اور بلیږي
تل یې غم زما د زړه سره ملزوم وي
مړ خو نه دې په ‌‌‌‌‌‌ډيوه کې اور بلیږي
رالیږلې یې پيغام د سوړ نظر دې
که د سترګو کنایه کې اور بلیږي
یا به ځمکه یا اسمان توره ایره کړي
د ماښام په کناره کې اور بلیږي
د ایرو پانګه ور پاتې صبر وکړه
د یو چا په خزانه کې اور بلیږي
لا مې مینه د سکروټو وجود پایي
لا مې غلې ولوله کې اور بلیږي
دا یې مینه اورورینه ده شیرزاده
چې تر اوسه مې سینه کې اور بلیږي

آینه


هارون رشید شیرزاد

لا پيدا نه دې نظير په آينو کې
لټومه خپل تصویر په آينو کې
د لیمو د پریوتو لپاره داسې
بندیوان دې شي ضمیر په آينو کې
د کثرت وړې وړې ټوټې رانغاړم
چې شلیدلې دې ځنځير په آينو کې
د یاداښت دوام یې چا اندازه کړې
بیهوده نیسي بهیر په آينو کې
دا انځور به دې رنګونه را پيدا کړي
که پيدا دې کړو تقدیر په آينو کې
یا زما صورت وجود نه بهر شوې
یا دې نیشته نور تاثیر په آينو کې
دا شیرزاد مې له عیبونو نه غافله
لټوي هسې تکثیر په آينو کې

Saturday, February 14, 2015

ځانلټون

ځانلټون
         هارون رشيد شيرزاد

محبت ته مي د باز ورکړه وزرونه
تر سينې يې لاندې شوي آسمانونه
که هر څو يې ټينګومه نه ټينګيږي
رانه خوشي شي د ځمکې دوه لاسونه
چې دې مينه وه زما دواړو ليمو کې
پروت ووم ستا په در هميش هسې سجدو کې
چې مې مينه خپله بيامونده په زړه کې
تر قيامه پورته شوې په لمنځو کې
راته ووايه په کومه دې رضا ده
چې د سترګو او د زړه مې واويلا ده
په سجده, که په قيام دي را سلا ده
مينه شته - يوه يي ستا, بله زما ده 
که هر څو مې پرې وهل تندي, سرونه
ستا کاڼه, ړانده او ګونګه ګړنګونه
بس يواځې همدا زه او زما غږ وو
ستا په غرونو کې خواره زما غږونه
لکه وسپنه په اور کې خپله اور شم
په پلکونو ټکيدلی دې آبخور شم
نه خو څاڅکې دې په بحر کې منحل ووم
نور دې نور وي, زه دي زه ووم, نه دي نور شم  
ده د ستوري سرکشي له طوافونو
نه ده نه ده پيلامه د قيامتونو
د بتانو د هجوم له کايناته
آزاد شوې د شيطان له مدارونو
نه د عشق له مرحلو سره آشنا ووم
نه په پوهه د روا او ناروا ووم
ليونتوب او مينتوب کله يو ځای وي
اشنا نه يې که له ځانه نااشنا ووم

تجسس

تجسس
هارون رشيد شيرزاد

د الاهي د روح زره په کې وه 
د آزادۍ که انګيزه په کې وه
مازي كالبوت د خاورى نه وو تخليق 
هره ماده يي پاكيزه په كې وه
منم شرر د اور خويونه لري 
د سوځيدو اوږده لاسونه لري
د تاريخونو موسمونو غيږه 
ډير سوزيدلي درمندونه لري 
يو ليونې ورته تر خوا حيرانه
يوه يې هيله د زړګي له پامه
د دې شليدلي ګريوانه تر چاکه
راغورځيدلې تفكر له بامه
دې مړو ايرو ته فکر وړې ناست دى 
خپلو اسرو ته فکر وړې ناست دى
د دې وجود او خپل موجود په اړه
څو وسوسو ته فکر وړې ناست دې
لمن وهي ورته ژوندون واخلي
د خپل تقدير پسی لټون واخلي
د اسرافيل ګمان يې وشي په ځان
که قيامت ته پيوستون واخلي
ايره ايره شو خو شرر به نه شي
سم سوزوساز ته برابر به نه شي
بس د يوې لمحې الوت لپاره
وزرونه ولري, اوتر به نه شي
د خاوری بت هسی کالبوت پاتې شو
د غلامۍ اوچت ثبوت پاتې شو
د دې بربنډو شواهدو سره
تکبير يې ولې په سکوت پاتې شو
دا مې د دين په دليلونو کې ورک
د قبيلې په ترکيبونو کې ورک
د نوښتونو تجسس نه لري
دا د دنيا په هوسونو کې ورک
زمونږ نظام په کې زمونږه بتان
سلطان په ژبه دې زمونږه اعلان
د ښپو د لاندې رانه ځمکه اخلي
په سر مو ړنګ رانه زمونږه آسمان 
د غلامۍ او احتياجۍ سرونه
بې ولولې او هم بې عشقه زړونه
په تدريجي ډول له منځه ويسي
د ژوند او مرګ تر منځ پراته بريدونه
هغه شرر چې په سوز پوی نه يمه
يا خو بلد په داسې خوی نه يمه
يا بې واکۍ ته مې سجده کړې ده
يا د خپل واک په لاس کې لوی نه يمه
انسان به وې, انسانيت نلرې
خليفه وې خو خلافت نلرې
د خپل قوت له پيژندو عاجزه
په مړو حساب يې حرکت نلرې

خاوره


هارون رشيد شيرزاد
په ميليونونو ژړيدونكو مي خړوبه نه كړه
څښتنه ماته دي راكړي څومره تږي خاوره
چاته به څنگه چاته څنگه ښكاري‘ ماته خو دا
ليمه ليمه مي‘ زره مي زره مي‘ سږي سږي خاوره


Monday, February 10, 2014

لر او بر


لر او بر

هارون رشید شیرزاد


هم قاتل یم هم مقتول یم
زه مظلوم، جبر زما دی
په سینه کی می خښ شوی
دا تیره خنجر زما دی

ړنګ او بنګ سوری پری پریوځی
د اور سوو چینارونو
د غم ویړ ټغر په شانی
لوغړن ګودر زما دی

لکه ټوله کورنۍ یی
چا له تیغه یی ویستلی
پیښور او کابل دواړه
لر زما دی بر زما دی

د دعا لپی لبریزی
د ګناه له کلیمو نه
څومره سپین سپیڅلی ښکاری
دا امام کافر زما دی

د شیرزاد او یار تر منځه
که د ژوند او مرګ تر منځه
یو خوا دار د ښکلو لیچو
بل خوا هسی سر زما دی

کابل، د فبروری ۱۰، ۲۰۱۴

سیاست


سیاست

هارون رشید شیرزاد



که زما حق پایمال شی، سیاست وی
که خپل حق غواړمه ستا نه، خیانت وی

خیر که ټول ملت له څرمه تباه کیږی
خو چی ستا ګټی خوندي، سرسلامت وی

که دا ستا د امامت مقتدیان نه وی
په څلور مذهبه واړه ملامت وی

لا تر اوسه اوزګار نه دی لوټمارۍ نه
ما خو وی چی دا مشران به خجالت وی

راټول شوی د یو بل سره پسخیږی
بیا یی ونډه ولایت یا وزارت وی

د ډیریو عقیده ورباندی راغله
مداریان دی هر عمل یی کرامت وی