Friday, October 30, 2015

غزل


هارون رشید شیرزاد

د جنګ په تورو د شلیدلو ګریوانونو سوري
راسره پاتې د پریوتو دیوالونو سوري

لا یې ساتلي نیمه خوا ورته د للمو اوښکې
بربن‌‌‌‌‌‌ډې دښتې ته ورزي د آسمانونو سوري

ها پورې دښتې ته پناه څو سترناکو وړې
رپيږي بیا د لوپټو د بیرغونو سوري

لکه څوک کیږدي خوا په خوا د دوه یارانو مړي
دې ړنګ ګودر سره د سوو چینارونو سوري

چا رالیږلي وسپنیز بازان زمونږ آسمان ته
خدایزده بیا ووینم د زاڼو کتارونو سوري

یو لیونې ستړې، حیرانه، پریشانه داسې
نیسې شیرزاد ته په خپړو د اورونو سوري

غزل


هارون رشید شیرزاد

د بنګړو شور په ګودر شي، زما خوښ شي
چې د کلي مازدیګر شي، زما خوښ شي
پټپټونې د نظر راسره پيل کړي
غلچکې یې چې نظر شي، زما خوښ شي
که دا ټول کلې خبر وي خوښ پرې نه یم
همدا یو رانه خبر شي، زما خوښ شي
ښکلې مخ یې د پړوني نیمکښو نه
په ورو ورو که رابهر شي، زما خوښ شي
ټوله شپه یې د لیدو په تمه ویښ ووم
په سهار کې څرک د لمر شي، زما خوښ شي
د شیرذاد سره مې نه لږي خو! کله
چې د مینې انځورګر شي، زما خوښ شي

زما د شهید زیارت


'هارون رشید شیرزاد'

هلته په پورې غرهْ کې
هلته ښومڅو کې تل
د یو زمرې په شانې
د ښکار په تمه ناست وې
د وطن خړ بادونو
په وچو وچو ګوتو
ګومنځولې څڼې
ستا په ستومانه اوږو
یې نازولې څڼې
د چا د سرهْ پوځيانو
د شرمخانو ګله
تا به داړلې
بس هم تا څيرلې
د یو څو شپو او ورځو
د لوږې، تندې وروسته
په پورې کلي باندې
د سرو روسانو لخوا
د بمباریو وروسته
د پورې کلي نه به
یو برابر هلکې
په ټپي شوو پښو
ستا د ښومڅې په لور
په څخیدا را روان
درته په یو لاس کې یې
د اوبو ‌‌‌‌‌‌ډک پتکې
او په دا بل لاس کې یې
یوه ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ وه وچه
ورسره تاوه به وه
د پياز هم غټه غوټه
هو!
د سرو بلاوو څخه
تا مې ساتلې کلې
چپاولګرو نه دې
همیش ګټلې کلې
له دې ښومڅې نه دې
همیش څارلې کلې

شهیده! ستا له سرښندنو نه زار
شهیده! ستا له عظمتونو نه زار
شهیده! ستا له غیرتونو نه زار

غزل


هارون رشید شیرزاد

بیا ختلم، غورځيدلم، هلته زه ووم
لکه لمر روانیدلم، هلته زه ووم
د بنګړو او زولنو؛ څپو او وړانګو
ترنم کې شرنګیدلم، هلته زه ووم
د ساحل دې غیږه ‌‌‌‌‌‌ډکه شي له مینې
چې څپو کې لوغړیدلم،  هلته زه ووم
بس د مینې په نظر کې یې ورټول ووم
په لیمو کې ځاییدلم، هلته زه ووم
د آسمان لمن شلیدلې، خو ګن‌‌‌‌‌‌ډو ته
د شیرزاد سره ورتللم، هلته زه ووم

زما لاس


هارون رشید شیرزاد

ستا تڼۍ ته ناقراره زما لاس وو
ګریوانه کې تر سهاره زما لاس وو
دا یو څو لپې زما په وینو سرې وې
مګر یو په کې خونکاره زما لاس وو
د ملت مې د لوټلو ماموریت وو
ټول په کار وو، یو بیکاره زما لاس وو
د ژوندون په اړه دومره درته وایم
بس چاپيره له غباره زما لاس وو
یا د مینې تجربه مې یو څه کمه
ستا په غاړه ناقراره زما لاس وو
یا د مینې په ګناه باندې تورن ووم
ستا په غاړه ګرفتاره زما لاس وو
چې ګمان دې د اغیار ورباندې راغې
ستا په لاس کې زما یاره زما لاس وو
د نغمې معیوب وجود راسره پاتې
چا پریکړې له ستاره زما لاس وو
ستا په مخ به خود څپيړه د قیامت وي
دا وتلې له مداره زما لاس وو
له شلیدلي یو لستوڼي، خجالته
راوتلو په نهاره زما لاس وو
د تڼاکو ګلغوټۍ یې ټوکولې
چا جوړ کړې له بهاره زما لاس وو
له شیرزاد به لاره ورکه لا پخوا وې
چا نیولې په دې لاره زما لاس وو

غزل


هارون رشید شیرزاد

هغه پورې هدیره کې اور بلیږي
ښه ده، ښه ده چې په شپه کې اور بلیږي
تل یې غم زما د زړه سره ملزوم وي
مړ خو نه دې په ‌‌‌‌‌‌ډيوه کې اور بلیږي
رالیږلې یې پيغام د سوړ نظر دې
که د سترګو کنایه کې اور بلیږي
یا به ځمکه یا اسمان توره ایره کړي
د ماښام په کناره کې اور بلیږي
د ایرو پانګه ور پاتې صبر وکړه
د یو چا په خزانه کې اور بلیږي
لا مې مینه د سکروټو وجود پایي
لا مې غلې ولوله کې اور بلیږي
دا یې مینه اورورینه ده شیرزاده
چې تر اوسه مې سینه کې اور بلیږي

آینه


هارون رشید شیرزاد

لا پيدا نه دې نظير په آينو کې
لټومه خپل تصویر په آينو کې
د لیمو د پریوتو لپاره داسې
بندیوان دې شي ضمیر په آينو کې
د کثرت وړې وړې ټوټې رانغاړم
چې شلیدلې دې ځنځير په آينو کې
د یاداښت دوام یې چا اندازه کړې
بیهوده نیسي بهیر په آينو کې
دا انځور به دې رنګونه را پيدا کړي
که پيدا دې کړو تقدیر په آينو کې
یا زما صورت وجود نه بهر شوې
یا دې نیشته نور تاثیر په آينو کې
دا شیرزاد مې له عیبونو نه غافله
لټوي هسې تکثیر په آينو کې