Saturday, March 8, 2008

تلوسې د مينی

تلوسې د مينی
هارون رشید شیرذاد

زه د شنو سترګو په بازار ور ګډ يم
پکی لټون د تورو سترګو کوم
د اسمان سترګی هم بدلی ښکاری
هيله به څه د نورو سترګو کوم
***
د اجنبيانو خلکو ژوند به څه وی
بس تشی سپوری تلوسی د مينی
دلته ګيله بل شان او مينه بل شان
چا سره وکړمه ګيلی د مينی
***
رانه لاهو يي کړو د اوښکو څپی
هغه غرور چی می په سترګو کی وو
بس کله کله شی تر سترګو سترګو
هغه سرور چی می په سترګو کی وو
***
زه د فطرت د تودی غيږی ماشوم
کله طوطی کله خارو به شومه
زما غوسه هم عجيبه غوندی وه
لکه ويرګډی په نارو په شومه

***

څه نابلده دنياګۍ ته راغلم
دا انسانان بس ماشينی غوندی دی
د سرو او سپينو معشوقو سترګو کی
د حيا نښی سرابی غوندی دی
***
بس د خوښۍ لپاره ژوند تيروی
د هوس چارې يې کاميابه ښکاری
مشاهده می راته داسې وايي
د حيا نښی څه کميابه ښکاری
***
کاشکی بيلتون می پيژندای دمخه
څومره په سخته دا شيبی تيريږی
يا می کلونه د بيلتون تير کړی
يا د کلونو غوندی شپی تيريږی
***
يکشنبه،د جنورۍ۲۲مه،۲۰۰۶- د ماښام ۵:۵۵
امريکا،اوهايو، اتنز

میخانو کې ثوابونه

میخانو کې ثوابونه
هارون رشید شیرذاد


دا یې هڅه وه وریادکه د پرون غلبیل وجود کړي

آیا شته دې که د ښکلو د هیندارو سترګې نشته ؟

ګیره ور مسلمانانو کې یو ځه بې ګیرې ګرځم

بس یو ځه پکې کافر شوم، ددیندارو سترګې نشته

د پوځیانو ورمیږونه مو په خپلو تورو پرې وو

د لښکرو د تکړه سپاه سالارو سترګې نشته

پاچاهانوته خطرووله بې باکو نظرونو

دا خو ځکه ددې ټولو هوښیارانو سترګې نشته

نادانان وګړي ژاړي، چاته ښایي زیړ مخونه ؟

په غوږونودي کاڼه د امرانو سترګې نشته

میخانو کې ثوابونه په ځولیو ویشل کیږي

ددې کلي په جمات کې د خمارو سترګې نشته

زړه نا زړه یی چې شیرزاد وو رخصت کړی موده مخکې

راستون شوي مسافر ته اوس په لارو سترګې نشته
۱۴مارچ ، ۲۰۰۷ اوهایو

غزل

غزل
هارون رشید شیرذاد

چې په هجوم کې څوک تنها پاتی شي
ورسره غږ یو د اشنا پاتی شي
په ملنګۍ کې شاهنشاه غوندی شي
په سر یي سورې د هما پاتی شي
خزان وهلي بڼ کې ګرځي، داسی
بوی د ګلانو په هوا پاتی شي
زما په سترګو کې ناغی شي، چې رنګ
ستا په منګلو د حنا پاتی شي
اور لیږدلی دې د مینې ښار کې
خدای زده که نښې زما او ستا پاتی شي
د سوال وړه لمن می ډکه نشي
ستا په درشل کې نیمه خوا پاتی شي
ستورو یو بل ته سترګکونه وهل
زما په سترګو کې ځلا پاتی شي
دا میخانې دي په ما ګرانې دومره
ټولی توبې می بس ترشا پاتی شي
چې ستا په سترګوکې خمار ووینم
زما په زړه کې ناروا پاتی شي
خیال می د چا په ننداره شي مشغول
مونځ رانه پاتی شي، دعا پاتی شي
په ټوله لاره بیا موسکې وومه چې
په زړه مې ستا نازاو ادا پاتی شي
ستا د لټون پسې به داسې اوځم
مندر، جماعت او کلیساپاتی شي
ستا د ښایست پړونی وغورځیږي
شیرزاد په چوپه خوله رسوا پاتی شي
د اګست ۸مه نیټه، ۲۰۰۷
اتنز-اوهایو، امریکا

غزل

غزل
هارون رشید شیرذاد

خدایه راپیښ کړې ښاپیرانو ته خیر
په هره لاره کې دیوان ناست دي
زما د کلي ملایان ورک شوي
په ممبرونو شیطانان ناست دي
په خپله لاسه خپله ژبه چیچم
زما په ځان ښایي پیران ناست دي
دی ګداګر اولس ته تورې ورکړۍ
په خزانو یی ښاماران ناست دي
څنګه به لری بدبختي شي له مونږ
چی مو پتاوي ته ځوانان ناست دي
د مکتبونو خونو تشی پرتی
او په کورو کی ماشومان ناست دي
ټول پلانونه خارجیان جوړوي
تش په چوکیو وزیران ناست دي
څنګه به وژاړم خپل مړي ورته
چی یي ترڅنګه قاتلان ناست دي
د اګست ۹مه نیټه، ۲۰۰۷
اتنز-اوهایو، امریکا

نزرانی د سترګکونو

نزرانی د سترګکونو
هارون رشید شیرذاد
خير نن يې راته وکړی بهانی د سترګکونو

بس ما پرون ليدلي اشاری د سترګکونو
خوبونو می لا ټوله شپه هم سترګی پټی نه کړی
د ستورو په محفل کی وی کيسی د سترګکونو
خدای مه که درپسی شي بدی سترګی، کله کله
اوباسه د سترګو نزرانی د سترګکونو
سل واری دی تری ځار شي د ځما پښتنی سترګی
سل واری خو دی راشي ميلمنی د سترګکونو
خير ما دی ځوروي د جانان سترګی نازنينی
تر مرګه دی اوږی شي سلسلی د سترګکونو
د زړه کشمير ته هر وختی دعا کومه داسی
خدای مه که چا ته بيا شي زلزلی د سترګکونو


د فرورۍ ۴ مه نيټه، اوهايو، اتنز

يادګار

يادګار
هارون رشید شیرذاد

داچی بنديز يې لګولی په خوبونو باندی
بلدومه ځکه سترګی شوګيرونو باندی
د هوښيارانو د تالان مخه به څوګ ونيسی
چی مو تړلي ليونيان په ځنځيرونو باندی
مدال د عقل به زمونږ په سينه وځړوي
که روغی پاتی شي تڼۍ په ګريوانونو باندی
منم چی هڅه دی کاميابه ده خو کله کله
يو څه يادګار هم پاتی کيږي ديوالونو باندی
بيا څه غمګينی شوی شيرذاده د اسمان لمنی
بيا لږيدلی اور د چا په ماښامونو باندی

د فرورۍ ۳ مه نيټه، اوهايو، اتنز

د قلم او توری نوی فلسفه

د قلم او توری نوی فلسفه

هارون رشید شیرذاد

له مودی راهیسی اورمه

کیسی د میړنیو

ماشومتوب می پکی تیر شو

په کیسو کی د نیکونو

ښکیلاکګرو حوصلی دي

پدی خاوره کی بایللي

د زمریو په شان راغلل

د ګدړو په شان تللي

ځکه ځکه ياره ځکه

هر بچی لکه پامیر وو

هر بچی لکه شمشاد وو

دغه خاوره سیلابي ده

یرغلګرو ته ګرداب دی


کله تندر د خوشحال ووم

غورځیدمه په مغلو

کله کله چی می ویره

د یاغیانو زړه ته راغله

بس تر غوږ به می راتلو

د ابدالي د توری شرنګ وو

ملالۍ په لوپټه به

ملا راوتړله کلکه

پرنګیان می پرځولي

په سندرو په ټپو وو

په یوه چغه می ها پوری

کرملین را لړزولی

د ښپو لاندی می مروړلي

د روسانو کپرۍ دي

زه بچی د نر افغان یم

غلامي می نده خوښه

یو تاریخ لرم ویاړلی

یو غرور لرم سپیڅلی


زه څوک یم؟

پرون څوک ووم او نن څوک یم؟

زه قاتل یم که مقتول یم

زه جابر یم که مجبور یم

زه وحشت د زمانې یم

که مزار د ارمانونو

زه غلام یم که ازاد یم

پرون شرنګ می وو د تورو

او نن شرنګ د ځنځیرونو

پرون جیګی می شملی وې

نن شملی می د ښپو لاندی

پرون ستوری د اسمان ووم

نن د خاورو سره خاوری

پرون غره غوندی ولاړ ووم

نن د موم په شان ویلیږم

پرون نوم می د بادار وو

نن د بل د در نوکر یم

چی پرون به می لا ملا نه

تاووله له غروره

سوداګر شوم خرڅومه

لوپټه د ملالۍ می

چی پرون یی نړولی

ها ماڼۍ د ظالمانو

توپانونه می ړاندهء دي

نړوي می اوس خپل څلي


چی پرون راسره خوا کی

لکه غر غوندی ولاړ وو

زما ورور وو

بس زما د مټي زور وو

اسفهانه تر ډهلي می

بس زما د توری شور وو

دا هیواد می د تکړه زمریو کور وو

هغه ورور می نن رټلی

ما پخپله دی وژلی

اوس خو توری نیوی نشي

خپلی مټی می پریکړي

زه مزدور شوم د مغلو ملتونو

اوس لیکمه تاریخونه

د مظلوم ملت په وینو

میرویس خان که خوشحال خان وو

غزنوي که ابدالی وو

لا پخوا دي غورځیدلي

هغه څلي د ویاړونو


نه می شرنګ د توری پاتی

نه می زور د مټی پاتی

نه می سترګو کی غرور شته

نه می وینه کی سرور شته

نه خوشحال شته نه یی توره او قلم راپاتی شوي


د اغیارو په لاسونو

کی لوبیږي افغانان دي

دریغه دریغه بی پرتوګه

رقیبان مو باداران دي

مونږه پاتی د نړۍ په سیاست کی

مونږه پاتی د اولس په امامت کی


غورځولي مو ویاړونه

د تاریخ له ګړنګونو

بس خوشحاله یو رایادی کړو

کیسی مو د نیکونو

نوی عصر د تاریخ پاڼو کی نیشته

نوی باب به د تاریخ لیکو پخپله

احمد خان او خوشحال خان زیږول غواړي

بدلوو به خپل اسونه په ټانکونو

بدلوو به خپلی توری

پدی نوو ټوپکونو

اسمانونو کی به ګرځي

وسپنیز بازان زمونږه

چی په کور کی می پراته وي

توپکونه لکه توری

او په لاس کی می نیولی

کتابونه قلمونه

پدی کلي کی به نور

د تربګنۍ خبری نکړو

د خپل ورور سره به نور

د دښمنۍ خبری نکړو

بس سیالي به کوو نوره

د زورواکو ملتونو

دغه خاوره به ساتو نور

له ښکیلاکو ملتونو

د قلم او توری نوی فلسفه به

د افغان ویاړونه بیرته راژوندي کړي



۷مارچ ۲۰۰۸
اتنز، اوهایو