شاعر: هارون رشید شیرزاد
دا د ژوندون په لویه لار کښی اوسم
او که د مرګ په انتظار کښی اوسم
لمن وهلو ته تیار جانانه
وړه سپرغۍ یمه انګار کښی اوسم
د سرګردانه ژوندون څه ووایم
بس د عمرونو په غبار کی اوسم
یا د احساس په اوږو ستړی بار یم
یا نالیدلی درد پرهار کی اوسم
په نه راتلو دی فکر نه کومه
ستا د راتلو په انتظار کښی اوسم
جانان به لارغلطوی یوه ورځ
دداسی هیلی یوه لار کښی اوسم
لا غاړه کۍ یم لا ټالونه وهم
لا خو مرۍ یمه په تار کښی اوسم
د ژړا موټی کښی می بنده سلګۍ
په چوپه خله می په قرار کښی اوسم
ما وی که وغواړم اظهارد مینی
وی یی حیا یمه رخسار کښی اوسم
لا دی تر سترګو رسیدلی نه یم
لا د جامونو په خمار کښی اوسم
خیر که اغزی یم ګل پرسته یاره
اخر خو زه هم په ګلزار کښی اوسم
که د شیرزاد تر ګوتو ورسیږی
درسته نغمه یمه ستار کښی اوسم
۵/۱/۱۹۹۷
خان مست کالونۍ، پیښور
د شپی ۱۰:۰۰ بجی