Sunday, June 24, 2012

د چنار غیږ

د چنار غیږ
هارون رشید شیرزاد

د شپونکی په خله شپیلۍ وه، هغه نیشته
په دی دښته کی کیږدۍ وه، هغه نیشته
اوس شلیدلی او دانی یی پاشل شوی
چی په غاړه غاړکۍ وه، هغه نیشته
په ورو ورو به لوبیده د چنار غیږ کی
مینه ناکه شان سیلۍ وه، هغه نیشته
په پلمو به می لیدله په ګودر کی
د همدی کلی جینۍ وه، هغه نیشته
      کارته نو، کابل
د جون ۲۲، ۲۰۱۲

د غم کاروانونه

د غم کاروانونه
هارون رشید شیرزاد

راسپړمه می زخمونه په ماښام کی
چی تازه می شی دردونه په ماښام کی
ستا غمونه می په زړه داسی دیره وی
لکه تم شی کاروانونه په ماښام کی
په شوګیر که می خوبونه غرغره شی
رالیږه دی پیغامونه په ماښام کی
ښاروګانی می د کلی دی ستومانه
لټوی به چینارونه په ماښام کی
هر سحر ستوری د لمر په تورو مړه دی
وهی بیا می سترګکونه په ماښام کی
یا د غره لمنی واړه سره سوځی
یا غمونه می اورونه په ماښام کی
په رڼا ورځی شیرزاد توبه اوباسی
په سر واړوی جامونه په ماښام کی

کارته نو، کابل
د جون ۲۲، ۲۰۱۲

د ځلمیانو بغاوت

د ځلمیانو بغاوت

هارون رشید شیرزاد

یا یی ګل په دغه بڼ په خار تړلی
یا ګلپاڼو په ازغو دستار تړلی
د سازونو او لفظونو ګډ بهیر دی
یو غزل می د رباب په تار تړلی
د نفرت بار په اوږو راباروه نور
ما خو هسی هم د مینی بار تړلی
دم په دم یمه چیچلی شوخو سترګو
دا یی سترکو کی جانان ښامار تړلی
دریغه دریغه په جامونو می پخپله
یو بی باکه بی پروا خمار تړلی
په ماښام کی آزاد شوی اشاری کړی
هغه ستوری چی یی نن سهار تړلی
لیونو ته یی ورکړی په لاس کاڼی
ورته کلی کی یی هر هوښیار تړلی
غلامان سره راټول دی څه پسخیږی
بیا به نه وایی چی چا بادار تړلی
ددی وخت فرعون لمنه کی باروت دی
دا به چا ورته تنکی بهار تړلی
هسی نه چی در پسی شی هر څه ویسی
ما په زړه کی د تاریخ غبار تړلی
بغاوت به د ځلمیانو شروع کیږی
یو ځلمی یی بی ګناه په دار تړلی
دریغه جوړه یی غوغا نه کړه تر اوسه
د شیرزاد آواز یی وار په وار تړلی

کارته نو، کابل
د جون ۲۲، ۲۰۱۲

Sunday, June 10, 2012

سوی ماښامونه

سوی ماښامونه
هارون رشید شیرزاد

په وار وار یی راپری کړی د الوت پاخه وزرونه
په قسمت کی به می نه وی دا پراخه آسمانونه

یار ته بیرته بیرته ګورم‍ نه یی وایم هم یی وایم
دا می سترګو کی ګویا شی څه رازونه څه لفظونه

د کمبختی مینی ساه می په وتو وتو ایساره
د شپی غیږی ته یی ویسم  په اور سوی ماښامونه

څو څو ځلی می له هوشه راوتل اظهار د مینی
په جامونو می تړلی دا ګستاخه ګناهونه

د امید مرګونی تنده راسره ده له کلونو
د آسمان په وچو سترګو کی لا ګورم بارانونه

دا هندۍ مینه به وروسته  یی ایری په سیند لاهو کړی
لا تر اوسه شیرزاد سوځی لایی مړه نه دی اورونه

د جون ۶، ۲۰۱۲، کابل