Monday, January 28, 2013

یو وجود




یو وجود

                      هارون رشید شیرزاد 

 

په وسلو دی ځان سمبال جانانه راغلی
زه خو هسی هم دا ستا په تش کاتهٔ مرم


دا زما او ستا خبره چا راوستی
پیښور او په کابل کی همدا زهٔ مرم

 

په علت می د وژلو خبر نه یم

بس همدومره راته ووایه په څهٔ مرم

 

که پردی می د هیبت دلاسه مړه وی

په لاسونو همیشه د خپلو ښهٔ مرم

 

ما د عقل برخه کمه ده اخیستی

د زړه اورم، په زړه وکړمه، په زړهٔ مرم

 

ددی قام زوال په خدای چی یقینی شی

یا په زلفو، یا په شونډو یا باڼهٔ مرم

 

سر لوړی به می د دار تر حلقی بوځی

داسی نه وی چی سر ټیټ په زنګانهٔ مرم

 

د خلاصون او د ژوندون می ورته ووی

چا خو ویلی د شیرزاد سره په تلهٔ مرم

 

د جنوری ۱۸مه، ۲۰۱۳

کارته نو، کابل

ماشومه عقیده

ماشومه عقیده
                        هارون رشید شیرزاد

د زړه څړیکه می بیا د اندیښنو سره یو ځای شوه
بیا اوښکه شوه جانانه د لیمو سره یو ځای شوه

د شګو نه می جوړه کوټنۍ کړه په ساحل کی
خو ورانه شوه لاهو شوه د څپو سره یو ځای شوه

د زړه شونډی می نه وی لا پرانستی شکایت ته
بس مینه می د خپلو اسویلو سره یو ځای شوه

خدای مه که ستا د مینی راز په سترګو کی ټوټی شی
دا اوښکه می ډبره آینو سره یو ځای شوه

د مینی ډک زړګی وړم قهرجنو سترګو خواته
هوسۍ می د خونخوارو ازمرو سره یو ځای شوه

دا نن څنګه شیرزاد ورته حیرانه پاتی شوی
ماشومه عقیده می وسوسو سره یو ځای شوه

د جنوری ۱۸مه، ۲۰۱۳
کارته نو، کابل

د مینی ماهیت

د مینی ماهیت
                     هارون رشید شیرزاد

لکه اوښکه په لیمو باندی په دار شم
یا می روح په تش کالبوت کی ګرفتار شم

پری به نږدمه لاسونه راوږده شی
که دی یو ځلی اشنا د غاړی هار شم

راته وایه دی ته څه وایی جانانه؟
لکه مینه دی د هر ظلم نه زار شم

د خزان په قدمونو رژیدلی
هغه ګل دی غوړیدلی د بهار شم

هر وجود می هیله مند ستا د الفت شی
د شپی ستوری او شبنم دی د سهار شم

چی می سر پورته کیدلو ستا له دره
له هغی ورځی د ښپو لاندی دستار شم

د زړه درد دی شی خو اوښکه رسوا نه شی
خدای دی نه کړی په لیمو باندی یی بار شم

ستا نفرت ته عبادت کوم جانانه
خدای دی نه کړی له دی مینی نه اوزګار شم

مینتوب له کاروباره یم ویستلی
خبر نه یم د چا څرنګه په کار شم

که شیرزاد دی خړی خاوری د قدم شی
بیا به هله یو ښاغلی د کتار شم

د جنوری ۱۸مه، ۲۰۱۳
کارته نو، کابل

ماشوم محبت

ماشوم محبت
                             هارون رشید شیرزاد

وس می نه شي هغه یار غښتلی لاړو
که هر څو می ورته لار نیولی لاړو
دا د خپلی بدبختۍ به نور څه وایم
قیمتی مرغه په لاس راغلی لاړو
محبت لکه ماشوم می لویولو
له مودو نه می په ناز ساتلی لاړو
د یوی لمحی وصال یې عنایت شي
ما په خپله خله په وار غوښتلی لاړو
دا زما ددغه زړه د ګندګۍ نه
څومره ښکلی شان موجود سپیڅلی لاړو
ښکلول به می همیش ورته لاسونه
زما زړه یې په لاسو مړوړلی لاړو
خدایزده پاتی به ژوندی شی له دی وروسته
دا می زړه وو چی ښامار چیچلی لاړو
ستا د سترګو په نفرت مبتلا شوی
ستا له دره خو په مرګ وهلی لاړو
د جنوری ۱۸مه، ۲۰۱۳
کارته نو، کابل

Sunday, January 27, 2013

سترګی

   
 سترگی
                                                    هارون رشید شیرزاد


وبه نه ویني خوندونه بیا د سترګو
خدای دی نه غورځوي څوک د چا د سترګو
نور یې ټول تراخۀ، تروۀ ورته لا هیڅ دي
زما زړۀ کی یې خواږهٔ دي لا د سترګو
نه دی سترګو کی ځاییږم نه په زړه کې
یا منلي دي د زړه دي یا دسترګو
ما د ښکلو بازارونو ګام په ګام کړم
نمونه می پیدا نه کړه ستا د سترګو
څو څو واری یې رټلی یم باک نیشته
همیشه می ده په خله ثنا د سترګو
ملا څه می ویروی له دوزخونو
اف! اورونه می لیدلي ما د سترګو
دا چی زړه کی دی په خوښه استوګن ووم
راسره وه همیشه سلا د سترګو
ښکلاګانی بیلا بیلی راته ښکاري
دا غصه، شوخي، مستي، حیا د سترګو
تری دی زار زما د ژوند هره لمحه شي
مازی ووینم یوه مسکا د سترګو
لټوي څله اسباب نوي د مرګ می
زه خو مړ یم په یوی ادا د سترګو
ښه یم ښه یم چی د مینی په تور پړیم
تیرومه له مودو سزا د سترګو
له غصی دی تکی سری سترګی جانانه
مینتوب کی بریښیدی حنا د سترګو
هیڅ حاجت دی د اظهار په ژبه نه وو
اوریدله می زړګی صدا د سترګو
د شیرزاد ژوندون دی بیا چور او تالان شی
دریغه ووینم یو ځلی غلا د سترګو
د جنوری ۱۸مه، ۲۰۱۳
کارته نو، کابل