Sunday, January 27, 2013

سترګی

   
 سترگی
                                                    هارون رشید شیرزاد


وبه نه ویني خوندونه بیا د سترګو
خدای دی نه غورځوي څوک د چا د سترګو
نور یې ټول تراخۀ، تروۀ ورته لا هیڅ دي
زما زړۀ کی یې خواږهٔ دي لا د سترګو
نه دی سترګو کی ځاییږم نه په زړه کې
یا منلي دي د زړه دي یا دسترګو
ما د ښکلو بازارونو ګام په ګام کړم
نمونه می پیدا نه کړه ستا د سترګو
څو څو واری یې رټلی یم باک نیشته
همیشه می ده په خله ثنا د سترګو
ملا څه می ویروی له دوزخونو
اف! اورونه می لیدلي ما د سترګو
دا چی زړه کی دی په خوښه استوګن ووم
راسره وه همیشه سلا د سترګو
ښکلاګانی بیلا بیلی راته ښکاري
دا غصه، شوخي، مستي، حیا د سترګو
تری دی زار زما د ژوند هره لمحه شي
مازی ووینم یوه مسکا د سترګو
لټوي څله اسباب نوي د مرګ می
زه خو مړ یم په یوی ادا د سترګو
ښه یم ښه یم چی د مینی په تور پړیم
تیرومه له مودو سزا د سترګو
له غصی دی تکی سری سترګی جانانه
مینتوب کی بریښیدی حنا د سترګو
هیڅ حاجت دی د اظهار په ژبه نه وو
اوریدله می زړګی صدا د سترګو
د شیرزاد ژوندون دی بیا چور او تالان شی
دریغه ووینم یو ځلی غلا د سترګو
د جنوری ۱۸مه، ۲۰۱۳
کارته نو، کابل

No comments: