Monday, January 28, 2013

ماشومه عقیده

ماشومه عقیده
                        هارون رشید شیرزاد

د زړه څړیکه می بیا د اندیښنو سره یو ځای شوه
بیا اوښکه شوه جانانه د لیمو سره یو ځای شوه

د شګو نه می جوړه کوټنۍ کړه په ساحل کی
خو ورانه شوه لاهو شوه د څپو سره یو ځای شوه

د زړه شونډی می نه وی لا پرانستی شکایت ته
بس مینه می د خپلو اسویلو سره یو ځای شوه

خدای مه که ستا د مینی راز په سترګو کی ټوټی شی
دا اوښکه می ډبره آینو سره یو ځای شوه

د مینی ډک زړګی وړم قهرجنو سترګو خواته
هوسۍ می د خونخوارو ازمرو سره یو ځای شوه

دا نن څنګه شیرزاد ورته حیرانه پاتی شوی
ماشومه عقیده می وسوسو سره یو ځای شوه

د جنوری ۱۸مه، ۲۰۱۳
کارته نو، کابل

No comments: