Monday, January 28, 2013

د مینی ماهیت

د مینی ماهیت
                     هارون رشید شیرزاد

لکه اوښکه په لیمو باندی په دار شم
یا می روح په تش کالبوت کی ګرفتار شم

پری به نږدمه لاسونه راوږده شی
که دی یو ځلی اشنا د غاړی هار شم

راته وایه دی ته څه وایی جانانه؟
لکه مینه دی د هر ظلم نه زار شم

د خزان په قدمونو رژیدلی
هغه ګل دی غوړیدلی د بهار شم

هر وجود می هیله مند ستا د الفت شی
د شپی ستوری او شبنم دی د سهار شم

چی می سر پورته کیدلو ستا له دره
له هغی ورځی د ښپو لاندی دستار شم

د زړه درد دی شی خو اوښکه رسوا نه شی
خدای دی نه کړی په لیمو باندی یی بار شم

ستا نفرت ته عبادت کوم جانانه
خدای دی نه کړی له دی مینی نه اوزګار شم

مینتوب له کاروباره یم ویستلی
خبر نه یم د چا څرنګه په کار شم

که شیرزاد دی خړی خاوری د قدم شی
بیا به هله یو ښاغلی د کتار شم

د جنوری ۱۸مه، ۲۰۱۳
کارته نو، کابل

No comments: