Sunday, June 24, 2012

د غم کاروانونه

د غم کاروانونه
هارون رشید شیرزاد

راسپړمه می زخمونه په ماښام کی
چی تازه می شی دردونه په ماښام کی
ستا غمونه می په زړه داسی دیره وی
لکه تم شی کاروانونه په ماښام کی
په شوګیر که می خوبونه غرغره شی
رالیږه دی پیغامونه په ماښام کی
ښاروګانی می د کلی دی ستومانه
لټوی به چینارونه په ماښام کی
هر سحر ستوری د لمر په تورو مړه دی
وهی بیا می سترګکونه په ماښام کی
یا د غره لمنی واړه سره سوځی
یا غمونه می اورونه په ماښام کی
په رڼا ورځی شیرزاد توبه اوباسی
په سر واړوی جامونه په ماښام کی

کارته نو، کابل
د جون ۲۲، ۲۰۱۲

No comments: