Friday, October 30, 2015

د یوې غمجنې مور اختر


[ چې ځوی یې په ترهګریز برید کې شهید شوې ]

هارون رشید شیرزاد

ما لا جامې د ځوی مینځلی نه دي
لا مې بیا ځلې ور کتلی نه دي
لا یې جامې په وینو ‌‌‌‌‌‌ډکې پرتې
له تورو خاورو مې څن‌‌‌‌‌‌ډلې نه دي

زما د ځوی جامې ګن‌‌‌‌‌‌ډلې پاتې
ماته نکریزې سرې راوړې پاتې
هلته تاخچه کې د رنجو کڅوړه
د سلایي سره تاو کړې پاتې

ما د پلو لاندې لوی کړې بچې
سړو، تاودو نه مې ساتلې بچې
د ګون‌‌‌‌‌‌ډيژون یواځينۍ نښه مې
پرون د چا سترګو وهلې بچې

خدای خبر کومې تربګنۍ خوړلې
د کومې ‌‌‌‌‌‌ډلې دښمنۍ خوړلې
لا خو په فکر کې حیرانه ناسته
خپلې خوړلې که پردۍ خوړلې

ستاسو درې ورځی د اختر خوشحالي
د سندرغاړو د هنر خوشحالي
زه تر څلویښتو ورځو بوره ناسته
په ما شوه دا خاورې په سر خوشحالي

نکریزې کیږدئ په لاسونو باندې
اختر مو پيښ مه شه غمونو باندې
خوب مې، خندا مې غلچکو وړی ده
شپې رڼومه شوګیرونو باندې

بښنه غواړمه خوشحاله نه یم
نن دې راتلو ته څه لیواله نه یم
که مې په ورین تندي بللې نه یې
اختره تاته به ملاله نه یم

No comments: