Friday, October 30, 2015

د فرخندې فریاد

د فرخندې فریاد

[هارون رشید شیرذاد]

زهء دی د کاڼو د بتانو منځ کې
د مسلمانو کافرانو منځ کې
د یو امام په خله سجده روانه
ولاړ د داسې مقتدیانو منځ کې

کله په کفر پریښته د عصر
کله مومن جهنمي در به در
کله دی خدای د جهانونو شمه
کله بې کوره او بې ملکه بدر

کله د سترګو تهمتونه وړمه
کله د سترګو دې نازونه وړمه
که دی له سترګو غورځیدلی وومه
په دوه لیمو دی قدمونه وړمه

دا زه هغه یم که هغه به زه یم
زما په زړه، که د هغه په زړه یم
د موجوداتو د رنګونو خدایه
دا خپل موجود ته مې اوتر په څه یم

د بې ګناه په تور تورنه په دار
د ګناهګارو فیصله ده په جار
زما یې شون‌‌‌‌‌‌ډې راګن‌‌‌‌‌‌ډلي ګرانه
غږ مې په ستوني کې خپه دې ایسار

ګونګه دی شي د قاتلانو ژبه
دنمرودیانو، فرعونیانو ژبه
په شهادت مې تکبیرونه وایي
حیوانه شي د انسانانو ژبه

دریغه یوه لمحه یې وار کړې وې
مخکې له دې چې یې ګزار کړې وې
پاتې په زړه مې شو یو راز د عصر
دریغه که ما هم لږ تلوار کړې وې

د نامعلوم جرم په تور بندي شوم
بې محکمې محکوم له کوم قاضي شوم
وهل، رټل، ښکنځل، بلا سزاوې
ستا په دنیا کې هم په اور ستي شوم

No comments: