Friday, October 30, 2015

د لیوني خوب

د لیوني خوب

 هارون رشید شیرزاد

( د غني بابا د یو شعر په تقلید )

"خوب وینمه عالمه که یو څوک راکي مانه"
ناست دې لیونې د ونی خواته جانانه

خوب وینم د خان دربار یو څو قدمه لری وي
ناست په کی یو څو رندان له هوشه نه وتلی وي
څوک یی په مستۍ او ناست یو څوک یی لاس ترزنی وي
خوند کوي دربار کی د عجبو میخانه
ناست دی لیونی د ونی خواته جانانه

خوب وینم له لری لیونې ورته حیرانه ناست
لاس یی غزیدلی مګر بیا تر خپل ګریوانه ناست
ګټه یی همدومره ده تاوان ته سرګردانه ناست
بیا یی لټولي ده تڼۍ ته بهانه
ناست دی لیونی د ونی خواته جانانه

خوب وینم په خاورو لکه شاه په تخت د زرو ناست
هر پیوند یی داسی په جامو د ملغلرو ناست
ښکاري ورته ځان لکه سپاه د سرلښکرو ناست
ښپو کی یی پرته ده دا مغلوبه زمانه
ناست دی لیونی د ونی خواته جانانه

خوب وینم تڼۍ یی یو د بلی پسی ستوری شي
یو چی غورځیدلی وي راکوزی ورته نوری شي
بس د چا په ژبه لیونتوب نامه پری پوری شي
سترګی مو پوښلي په پرده د شبانه
ناست دی لیونی د ونی خواته جانانه

خوب وینم لاسونه یی د ځان تر ګریوانهٔ خوارهٔ
نورو ته ښکاریږي چی خیرات ته څهٔ نا څهٔ خوارهٔ
غلي دا ځلمي بغاوتونه یی په زړهٔ خوارهٔ
اوس خو رسیدلي د یو چا تر آستانه
ناست دی لیونی د ونی خواته جانانه

خوب وینم هجوم کی دی د ځان پسی لټون کوي
ستړی دی ستومانه له مودو راهیسی یون کوي
ورځ کی دی د ستورو او په شپه د لمر لټون کوي
ور شي دا خپل ځان په لاس ولچک او زولانه
ناست دی لیونی د ونی خواته جانانه

خوب وینم چی هیلی یی وړی سپینی کوتری شي
والوزي آسمان ته کله لری کله بری شي
راشي په اوږو یی بیرته کیني چی اوتری شي
بیا بیا ورکوي د خپلو هیلو نزرانه
ناست دی لیونی د ونی خواته جانانه

خوب وینم په غاړه یی د تیږو امیلونه دي
ښپو نه یی راتاوه د وریښمو ځنځیرونه دي
لاس کی یی تسپی دانه دانه هسی وختونه دي
ورانه ورنه نه شي دا بی ساري زمانه
ناست دی لیونی د ونی خواته جانانه

خوب وینم چی مست په نالیدلو شرابونو وي
علم یی پوره په څو نالوستو کتابونو وي
سترګی یی راټولی د وجود په مدارونو وي
دهٔ تیاره کړی خپل موجود ته خسمانه
ناست دی لیونی د ونی خواته جانانه

خوب وینم د ونی شاخ بدل په ربابونو شي
سپین ویښتهٔ یی جوړ په ترنم یی د تارونو شي
لری له درباره بله بیلګه د خوندونو شي
جوړه د زړو عنصرو ساز او ترانه
ناست دی لیونی د ونی خواته جانانه

No comments: