Friday, October 30, 2015

د ماشوم ګیله

د ماشوم ګیله
                   'هارون رشید شیرزاد'

له تا بلا ‌‌‌‌‌‌ډیرې پوښتنې لرم
وړې وړې بلا دردمنې لرم
خدایزده زما له زړه خبر یې کنه؟
ستا کاڼي زړه کې ګوتوهنې لرم

بس تر تا ګوري مې بربن‌‌‌‌‌‌ډی سترګې
ستا تر قدمه وهي من‌‌‌‌‌‌ډی سترګې
په خپلو اوښکو مې همیش خړوبه
درته مې لپه شي له تندی سترګې

منمه ستا نه یم، زما هم نه یې
یو نابلده یې، اشنا هم نه یې
په یو انګړ کې لر او بر اوسیږو
که رانیژدې نه یې، جلا هم نه یې

که ستا ماشوم نه یم، ماشوم خو یمه
د مخلوقاتو په دې نوم خو یمه
ستا د ککړې دنیاګۍ د پاسه
له ګناهونو نه معصوم خو یمه

زه هم ماشوم یم ارمانونه لرم
واړهء بیشمیره هوسونه لرم
په برندو سترګو مې لیدلي په ورځ
د یو ماشوم په څير خوبونه لرم

ستا ماشومان له شتون او نیشت بیغمه
هر څه موجود دي. شي د څه په تمه؟
په خوب، خندا او بیغمۍ لبریزه
ساتلي تا دي د دنیا له غمه

ستا ماشومانو به لیدلي نه وي
د ژوندون سختې یې ګاللي نه وي
د ټوک ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ د مزدورۍ لپاره
وختي له خوبه پاڅيدلي نه وي

کچیرې وږې شم ژړا نه کوم
په هره تنده واویلا نه کوم
خدایزده دا صبر می له کومه راشي
د خپل زړګي سره سلا نه کوم

سترګې مې نه دي، هدیره د هیلو
بې ساه پرته ده سلسله د هیلو
ورته دعا کړم په تڼاکو لپو
تل رانه ويسي جنازه د هیلو

ستړې ووم بیا هم زړه مې لوبه غواړي
کله بیللې کله سوبه غواړي
د مزدورۍ په خوله تږې بدن
په ‌‌‌‌‌‌ډیرو من‌‌‌‌‌‌ډو یې خړوبه غواړي

زما لاسونه دومره نه اوږدیږي
‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ په لاس مازې تر خله رسیږي
ته دې خپل سر تر ګریوانه را ټيټ که
زما لاسونه ورته نه خوریږي

ستا شفقت د خپل ماشوم لپاره
خواري، زحمت د خپل ماشوم لپاره
بې قید او شرطه د افراط تر بریده
ستا محبت د خپل ماشوم لپاره

یوه پوښتنه مې په خله راغلې
وړه ګیله راته په زړه راغلې
زما په سترګو کې بلا غوښتنې
مګر پرده دې په لیمه راغلې

No comments: