هارون رشید شیرزاد
کله له بنګړو او کله پورته له ځنځيره شي
مینه سرګردانه شي د شور سره شریره شي
دوی د یو بل مخې ته ولاړ لکه هیندارې دي
خدای مه که خاورین وجود مې دومره بې تصویره شي
ښایي دغه لارې او کوڅې د چا د عقل وي
زړه مې نا بلده هر یو پل یې بې مسیره شي
بیا یو څو ښکاریانو په وزرو ټپي کړي ده
سوله مې کوتره په لیوانو کې اسیره شي
سپين ځلانده څوک په یو سپين اس روان زمونږ په خوا
پاتې که مې خوب د بد خواهانو له تعبیره شي
ما ورته ساتلي دي بلا ډير تدبیرونه اوس
بس که د شیرزاد فکر اوزګار لږ له تقدیره شي