Friday, October 30, 2015

زما ټبر

زما ټبر
'' هارون رشید شیرزاد ''

په دې هیواد کې له مودو روانه
جګړه د ژبې، د قومو روانه
د سیاست او تجارت لپاره
ون‌‌‌‌‌‌ډه په دغو سلسلو روانه

کلې، بان‌‌‌‌‌‌ډه د ښاریو ون‌‌‌‌‌‌ډه شي
د کوربنو، د میلمنو ون‌‌‌‌‌‌ډه شي
زما ټبر له هرې خوا وتلې
یا خو د دهء یا د هغو ون‌‌‌‌‌‌ډه شي

زما ټبر دومره بې کسه شولو
نه یې په قام، نه یې په ژبه شولو
د څو خواګانو د فریب قرباني
یو ځل خو نه وو، څو څو ځله شولو

زما ټبر نه هزاره، ازبک دې
نه خو پښتون دې، نه د چا تاجک دې
د دې خدایانو په مذهب کافر یو
د دوی څښتن د دوی د خپل فلک دې

زما ټبر د غربتونو ټبر
د نیمه خواوو حسرتونو ټبر
خوارهء وارهء دا سرګردانه هجوم
د وږو، تږو کثرتونو ټبر

يا د لیمو د ملغلرو په شان
د تړمو اوښکو د خبرو په شان
داسې شلیدلي ګریوانونو راوړي
لکه د جنګ د غوڅو زغرو په شان

زما ټبر د چا غلام پاتې شي
لاس په نامه یې په سلام پاتې شي
د آزادۍ چغه یې تندر نه شي
غږ یې ګونګې په زړهء کلام پاتې شي

لکه لمبه په اور ماښام پاتې شو
په مینه سوې یو خیام پاتې شو
یوه قطره يې پيرزوینه نه شوه
په وچو شون‌‌‌‌‌‌ډو یې په جام پاتې شو

زما ټبر په لاس تڼاکې ویسي
په زړه چاودلې مینه ناکې ویسي
د يو پردي خان له ګنده پټي نه
یو څو نمړۍ بچو ته پاکې ویسي

زما ټبر له دې تدبیره سره
د وږې خیټې له تقصیره سره
تر ګریوانهء ځوړندوي سرونه
لاس او ګریوان دي له تقدیره سره

نه خو په ګوتو قلمونه نیسي
نه په خپړو کتابونه نیسي
زما ټبر کې هر ماشوم لپاره
د کار او کسب اوزارونه نیسي

زما ټبر به نیمه خوا پاتې وي
څهء که د هر لوري په خوا پاتې وي
د غم او زغم په تداوم کې همیش
د اسویلو ‌‌‌‌‌‌ډکه نوا پاتې وي

دا د شیرزاد هغسې لوی ټبر دې
بې کوره شوې هسې در په در دې
ورته آسمان رسوي برخه داسې
په شیش محل کې هم خاورې په سر دې

No comments: