هارون رشید شیرزاد
ستا تڼۍ ته ناقراره زما لاس وو
ګریوانه کې تر سهاره زما لاس وو
دا یو څو لپې زما په وینو سرې وې
مګر یو په کې خونکاره زما لاس وو
د ملت مې د لوټلو ماموریت وو
ټول په کار وو، یو بیکاره زما لاس وو
د ژوندون په اړه دومره درته وایم
بس چاپيره له غباره زما لاس وو
یا د مینې تجربه مې یو څه کمه
ستا په غاړه ناقراره زما لاس وو
یا د مینې په ګناه باندې تورن ووم
ستا په غاړه ګرفتاره زما لاس وو
چې ګمان دې د اغیار ورباندې راغې
ستا په لاس کې زما یاره زما لاس وو
د نغمې معیوب وجود راسره پاتې
چا پریکړې له ستاره زما لاس وو
ستا په مخ به خود څپيړه د قیامت وي
دا وتلې له مداره زما لاس وو
له شلیدلي یو لستوڼي، خجالته
راوتلو په نهاره زما لاس وو
د تڼاکو ګلغوټۍ یې ټوکولې
چا جوړ کړې له بهاره زما لاس وو
له شیرزاد به لاره ورکه لا پخوا وې
چا نیولې په دې لاره زما لاس وو
No comments:
Post a Comment