یو وجود
هارون رشید شیرزاد
په وسلو دی ځان سمبال جانانه راغلی
زه خو هسی هم دا ستا په تش کاتهٔ مرم
دا زما او ستا خبره چا راوستی
پیښور او په کابل کی همدا زهٔ مرم
زه خو هسی هم دا ستا په تش کاتهٔ مرم
دا زما او ستا خبره چا راوستی
پیښور او په کابل کی همدا زهٔ مرم
په علت می د وژلو خبر نه یم
بس همدومره راته ووایه په څهٔ مرم
که پردی می د
هیبت دلاسه مړه وی
په لاسونو همیشه
د خپلو ښهٔ مرم
ما د عقل برخه
کمه ده اخیستی
د زړه اورم، په
زړه وکړمه، په زړهٔ مرم
ددی قام زوال په
خدای چی یقینی شی
یا په زلفو، یا
په شونډو یا باڼهٔ مرم
سر لوړی به می د
دار تر حلقی بوځی
داسی نه وی چی
سر ټیټ په زنګانهٔ مرم
د خلاصون او د
ژوندون می ورته ووی
چا خو ویلی د
شیرزاد سره په تلهٔ مرم
د جنوری ۱۸مه، ۲۰۱۳
کارته نو، کابل