Sunday, March 16, 2008

پښتانهء له خوبه پاڅیدهء

پښتانهء له خوبه پاڅیدهء

هارون رشید شیرذاد


چا راته ویل چی پښتانهء له خوبه پاڅیدهء

شکر خدایه شکر چی ویدهء له خوبه پاڅیدهء

وس نلرم خپله له څو ورځو وږی تږی یم

څه وکړمه خدایه میلمانهء له خوبه پاڅیدهء

هری خواته بس د توری شپی بړستنه ویړه ده

دا په کوم مهال کی می لیمهء له خوبه پاڅیدهء

ماته ښکاریدی لکه شملی د پښتنو پورته

داسی دی د سترګودا باڼه له خوبه پاڅیدهء

بیا به د شینکیو ورشوګانو په لټون وځي

بیا کډی باریږي چی شپانهء له خوبه پاڅیدهء

دلته پښتانهء می په بړستنو ننوتی دي

هلته خو د پوری کلي غلهء له خوبه پاڅیدهء

ماته یی د سترګو نظرونه اهمیت لري

څه به شي شیرذاده که ړاندهء له خوبه پاڅیدهء


۱۶مارچ ۲۰۰۸
اتنز، اوهایو

Sunday, March 9, 2008

پوښتنه؟؟؟

پوښتنه؟؟؟

هارون رشید شیرذاد

ای پښتونه! ای پښتونه ! ای پښتونه
څو خبری لرم خلاص ده که غوږونه

زه دی ورور یم چی غلط فکر ونکړی

غصه نشی او ونه کړی ګزارونه


ته به وایي د غیرت یوه ټوټه یی

بی ګناه یی لکه پاکه پرښته یی

ته به وایی دا جهان دی د ښپو لاندی

ځکه ستا نیکونو کړي باداري ده

ته به وایی ستا ویل د کاڼي کرښه

په ډاډه زړه هر څه وایی هر څه وکړی

د غیرت خبری وایی ډیری ډیری


له مودی راهیسی فکر راسره دی

غیرت څه دی ؟ او ته څومره غیرتي یی؟

عقل څه دی ؟ او ته څومره عقلمند یی؟

پښتو څه ده؟ او ته څرنګه پښتون یی؟

ګټه څه ده ؟ او ته څومره ګټه ور یی؟

دا زور څه دی ؟ او ته څومره زورور یی؟


خبر نه یمه له کوم ځایه پیل وکړم

پدی زړه کی می بی شمیره اندیښنی دي

دی غیرت درباندی داسی چاری کړي

بی غیرته، غیرتي نه معلومیږي


په وړه وړه خبر توپک ته لاس کړی

ستا غیرت څه دی زما پښتونه وروره

بس ښکنځل ، رټل، وهل، تړل، وژل دي

عقل نلری خبری دی زده ندي

همیشه دی کډه بار له دښمنۍ وي

همیشه د ژوند خراب له غریبۍ وي


په لورګانو دی ټړلی دروازی دي

بندیوانی ستا د پوچ غیرت دلاسه

ستا لورګانی د غواګانو سره لوی شوی

ستا لورګانی د سپیاکو سره لوی شوی

شمله پورته که پښتونه

بی تعلیمه لور دی لوی کړه

یو میړه غواړي نور څه دي

خرصوه یی خرصوه یی


دهقانۍ او مزدورۍ ته دی راوړي

ستا په کور کی د ځامنوډلی ډلی

بی تعلیمه لویوی خپل اولادونه

ستا په سر کی دي د بوسو امبارونه

ای ظالمه ته په ګټه نه پوهیږی

ستا بچی به همیشه د بل نوکر وي

دروازو کی به بس اچئ سلامونه

باداري دی هیروه نور نوکرۍ ته غاړه کیږده


ته خبر نه یی پښتونه

فکر وکړه لږ سر ټیټ کړه ګریوانه کی

بس دا ستا کلي کی ولی جنګ روان دی

بس دا ته د لیونیو سپو په شانی

په ځان خولی لګوی خوری خپل اندامونه

بس دا ستا کلي کی سوځي مکتبونه

بس دا ستا ماشومان پاتی بی تعلیمه

بس دا ستا نوم تراهګر شو

بس دا ته نن وژل کیږی

بس دا ته نن رټل کیږی تړل کیږی

وه زما ساده پښتونه

ته به کله راویښیږی

د اغیارو په لاسونو کی

ډولونه وهل کیږي

او زما پښتانه ورونه په میدان ورته ګډیږي


ستا دلاسه به راتلونکی

نسل داسی خوار و زار وي

نه غیرت به وي راپاتی

نه پښتو به وي راپاتی

نه به زور وي نه به زر وي

پښتانه به ستا دلاسه

همیشه خاوری په سر وي


۷مارچ ۲۰۰۸
اتنز، اوهایو


Saturday, March 8, 2008

ګناه

ګناه
هارون رشید شیرذاد

ملا ما مه وژنه نا پوهه وومه
زما ګناه دومره خو لویه نه ده
تاته معلومی دی د دین مسلې
ته ښه پوهیږی د وژلو نه یم
زما دی خوله ماته شی، خدای دی نکړی
که چیری ووایم چی ته غلط یې
تاته معلومی دی ددین مسلې
ستا مسلی له ماشومتوبه اورم
ستا فیصلی په دواړو سترګو منم
د ا ستا په خوله مونږه کفار وژلی
د ا ستا په خوله مو افتخارات ګټلي
راسره نن به ملا دا هم منی
د ا ستا په حکم پدی هر کلی کی
مسلمانان مو هم وژلی ډیر دی
تا به ویل مونږ به منل ملا صیب
مونږه خو نه پوهیږو
پدی قرآن کی یې لیکلی څه دی
دا ستا خبره مونږ ته حق ښکاریږی
زما ګناه دومره خو لویه نه ده
ملا ما مه وژنه نا پوهه وومه
بس مانه لار ورکه وه
ته خو پوهیږی کنه
زما او ستا کلی کی څه روان دی
زمونږه سر په هیڅ خلاصیږی نه نور
بس ستا په سترګو وینو
د ښو او بدو پیمانه د هر څه
خو کله کله داسی هم پیښ شوی
د ښو او بدو تمیز ګران غوندی شی
هغه د هیر شوه کنه؟
یو څو ځلمیان راباندی تا ووژل
زه خو خپه ښکاریدم
ضمیر رټلی وومه
ډیر ځوریدمه هر وخت
ما وی ګناه می کړی
تا تسلی هم راکړه
تا وی دا ښه کار وشو
دا خو د خدای لاره وه
په خدای قسم دی ډیر ډاډه غوندی شوم
مګر ملا صیب ته پوهیږی که نه؟
د پوری کلی ملا بل څه ویل
اوس راته ځان لکه کافر ښکاریږی
زه اوس په ښو او بدو نه پوهیږم
زما په خوار کلی کی
د ملایانو تر منځ
جګړه روانه ده له ډیری مودی
زمونږ له ټولو لاره ورکه ښکاری
د کوم ملا ومنو
له ماشومتوبه اورم ، شور د ګولیو د بمونو هر وخت
له ماشومتوبه اورم، د کونډو، رنډو، یتیمانو چغی
له ماشومتوبه اورم، بس د زخمیانو زویرګي
ملا ما مه وژنه نا پوهه وومه
زما ګناه دومره خو لویه نه ده
یو ځل می واوریدلو، شور د پاولیوغلی
ورسره خوند یې کوو، شور د بنګړیو غلی
په بدرګه روان وو د یوی ښکلی خندا
ملا صیب پوه نه شومه
د شور څه بل شان وو
هر یو اواز جلا جلا نه راتلو
هر یو اواز د بل اواز تکمیل وو
زما ډیر خوښ شو د سازونو بهیر
زما ډیر خوښ شو دا د مینی هجوم
ملا صیب پوه نه شومه
له خولی می اووته نا څاپه داسی
خدایه! په ټولو کلو اووروه
شور د پاولیو، د بنګړیو، د پیغلوټو خندا