Saturday, March 8, 2008

تلوسې د مينی

تلوسې د مينی
هارون رشید شیرذاد

زه د شنو سترګو په بازار ور ګډ يم
پکی لټون د تورو سترګو کوم
د اسمان سترګی هم بدلی ښکاری
هيله به څه د نورو سترګو کوم
***
د اجنبيانو خلکو ژوند به څه وی
بس تشی سپوری تلوسی د مينی
دلته ګيله بل شان او مينه بل شان
چا سره وکړمه ګيلی د مينی
***
رانه لاهو يي کړو د اوښکو څپی
هغه غرور چی می په سترګو کی وو
بس کله کله شی تر سترګو سترګو
هغه سرور چی می په سترګو کی وو
***
زه د فطرت د تودی غيږی ماشوم
کله طوطی کله خارو به شومه
زما غوسه هم عجيبه غوندی وه
لکه ويرګډی په نارو په شومه

***

څه نابلده دنياګۍ ته راغلم
دا انسانان بس ماشينی غوندی دی
د سرو او سپينو معشوقو سترګو کی
د حيا نښی سرابی غوندی دی
***
بس د خوښۍ لپاره ژوند تيروی
د هوس چارې يې کاميابه ښکاری
مشاهده می راته داسې وايي
د حيا نښی څه کميابه ښکاری
***
کاشکی بيلتون می پيژندای دمخه
څومره په سخته دا شيبی تيريږی
يا می کلونه د بيلتون تير کړی
يا د کلونو غوندی شپی تيريږی
***
يکشنبه،د جنورۍ۲۲مه،۲۰۰۶- د ماښام ۵:۵۵
امريکا،اوهايو، اتنز

No comments: