غزل
هارون رشید شیرذاد
چې په هجوم کې څوک تنها پاتی شي
ورسره غږ یو د اشنا پاتی شي
په ملنګۍ کې شاهنشاه غوندی شي
په سر یي سورې د هما پاتی شي
خزان وهلي بڼ کې ګرځي، داسی
بوی د ګلانو په هوا پاتی شي
زما په سترګو کې ناغی شي، چې رنګ
ستا په منګلو د حنا پاتی شي
اور لیږدلی دې د مینې ښار کې
خدای زده که نښې زما او ستا پاتی شي
د سوال وړه لمن می ډکه نشي
ستا په درشل کې نیمه خوا پاتی شي
ستورو یو بل ته سترګکونه وهل
زما په سترګو کې ځلا پاتی شي
دا میخانې دي په ما ګرانې دومره
ټولی توبې می بس ترشا پاتی شي
چې ستا په سترګوکې خمار ووینم
زما په زړه کې ناروا پاتی شي
خیال می د چا په ننداره شي مشغول
مونځ رانه پاتی شي، دعا پاتی شي
په ټوله لاره بیا موسکې وومه چې
په زړه مې ستا نازاو ادا پاتی شي
ستا د لټون پسې به داسې اوځم
مندر، جماعت او کلیساپاتی شي
ستا د ښایست پړونی وغورځیږي
شیرزاد په چوپه خوله رسوا پاتی شي
د اګست ۸مه نیټه، ۲۰۰۷
اتنز-اوهایو، امریکا
1 comment:
هر څوک پو هیږی ستا په درد شیرزاده
ستا زخمی زړه به تل ګویا پاتی شی
Post a Comment