Saturday, March 8, 2008

د قلم او توری نوی فلسفه

د قلم او توری نوی فلسفه

هارون رشید شیرذاد

له مودی راهیسی اورمه

کیسی د میړنیو

ماشومتوب می پکی تیر شو

په کیسو کی د نیکونو

ښکیلاکګرو حوصلی دي

پدی خاوره کی بایللي

د زمریو په شان راغلل

د ګدړو په شان تللي

ځکه ځکه ياره ځکه

هر بچی لکه پامیر وو

هر بچی لکه شمشاد وو

دغه خاوره سیلابي ده

یرغلګرو ته ګرداب دی


کله تندر د خوشحال ووم

غورځیدمه په مغلو

کله کله چی می ویره

د یاغیانو زړه ته راغله

بس تر غوږ به می راتلو

د ابدالي د توری شرنګ وو

ملالۍ په لوپټه به

ملا راوتړله کلکه

پرنګیان می پرځولي

په سندرو په ټپو وو

په یوه چغه می ها پوری

کرملین را لړزولی

د ښپو لاندی می مروړلي

د روسانو کپرۍ دي

زه بچی د نر افغان یم

غلامي می نده خوښه

یو تاریخ لرم ویاړلی

یو غرور لرم سپیڅلی


زه څوک یم؟

پرون څوک ووم او نن څوک یم؟

زه قاتل یم که مقتول یم

زه جابر یم که مجبور یم

زه وحشت د زمانې یم

که مزار د ارمانونو

زه غلام یم که ازاد یم

پرون شرنګ می وو د تورو

او نن شرنګ د ځنځیرونو

پرون جیګی می شملی وې

نن شملی می د ښپو لاندی

پرون ستوری د اسمان ووم

نن د خاورو سره خاوری

پرون غره غوندی ولاړ ووم

نن د موم په شان ویلیږم

پرون نوم می د بادار وو

نن د بل د در نوکر یم

چی پرون به می لا ملا نه

تاووله له غروره

سوداګر شوم خرڅومه

لوپټه د ملالۍ می

چی پرون یی نړولی

ها ماڼۍ د ظالمانو

توپانونه می ړاندهء دي

نړوي می اوس خپل څلي


چی پرون راسره خوا کی

لکه غر غوندی ولاړ وو

زما ورور وو

بس زما د مټي زور وو

اسفهانه تر ډهلي می

بس زما د توری شور وو

دا هیواد می د تکړه زمریو کور وو

هغه ورور می نن رټلی

ما پخپله دی وژلی

اوس خو توری نیوی نشي

خپلی مټی می پریکړي

زه مزدور شوم د مغلو ملتونو

اوس لیکمه تاریخونه

د مظلوم ملت په وینو

میرویس خان که خوشحال خان وو

غزنوي که ابدالی وو

لا پخوا دي غورځیدلي

هغه څلي د ویاړونو


نه می شرنګ د توری پاتی

نه می زور د مټی پاتی

نه می سترګو کی غرور شته

نه می وینه کی سرور شته

نه خوشحال شته نه یی توره او قلم راپاتی شوي


د اغیارو په لاسونو

کی لوبیږي افغانان دي

دریغه دریغه بی پرتوګه

رقیبان مو باداران دي

مونږه پاتی د نړۍ په سیاست کی

مونږه پاتی د اولس په امامت کی


غورځولي مو ویاړونه

د تاریخ له ګړنګونو

بس خوشحاله یو رایادی کړو

کیسی مو د نیکونو

نوی عصر د تاریخ پاڼو کی نیشته

نوی باب به د تاریخ لیکو پخپله

احمد خان او خوشحال خان زیږول غواړي

بدلوو به خپل اسونه په ټانکونو

بدلوو به خپلی توری

پدی نوو ټوپکونو

اسمانونو کی به ګرځي

وسپنیز بازان زمونږه

چی په کور کی می پراته وي

توپکونه لکه توری

او په لاس کی می نیولی

کتابونه قلمونه

پدی کلي کی به نور

د تربګنۍ خبری نکړو

د خپل ورور سره به نور

د دښمنۍ خبری نکړو

بس سیالي به کوو نوره

د زورواکو ملتونو

دغه خاوره به ساتو نور

له ښکیلاکو ملتونو

د قلم او توری نوی فلسفه به

د افغان ویاړونه بیرته راژوندي کړي



۷مارچ ۲۰۰۸
اتنز، اوهایو

No comments: